خبرونهټولنهTOP

په سړکونو او پلولارو کې د توکو د اخیستلو او پلورلو په تړاو د کابل ښاروالۍ خبرتیا

کابل، د مرغومې ۲۵مه، باختر

څرنګه چې ليدل کېږي د ښار په کچه يو شمېر ښاریان په پلو لارو او سړکونو کې په خپل سر د توکو په پلورلو او پېرودلو لاس پورې کوي چې د دوی دا کار له یوې خوا د ښاري نظم د ګډوډۍ او له بلې خوا د عامه لارو د بندېدو لامل ګرځېدلی دی، په دې توګه اړتیا ده څو پلورونکي د ښاري نظم رامنځته کېدو او د ښاریانو د هوساینې په موخه خپل توکي په ټاکل شويو ځایونو کې وپلوري.

یو ځل بیا په ټینګار سره ټولو  هټیوالو او نورو پلورونکو ته خبرداری ورکول کېږي څو په خپل سر په پلو لارو او سړکونو کې د توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي، کنه نو له  قانوني چلند سره به مخ شي چې بیا به د شکایت حق ونه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته