په سړو سیمو کې د ګرمۍ له کبله ښوونځي ۱۰ ورځې نور هم رخصت شول
کابل، د زمري ۱۱مه، باختر
د پوهنې وزارت د هېواد په سړو سیمو کې د ګرمۍ له کبله د ښوونځیو د رخصتۍ مودې د غځولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې، د هېواد په زیاتو سړو او سړو ولایتونو کې د تودوخې درجې د زیاتوالي په خاطر، د دولتي او خصوصي ښوونځيو رخصتۍ د زمري میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې تمدید شوې ده.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د ښوونځیو درسونه به د زمري په ۲۰مه (شنبې ورځ) بېرته پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو ورځو کې په هېواد کې د تودوخې درجه په کمساري ډول لوړه شوې ده.