خبرونهامنیت

په سپین غر ولسوالۍ کې څه باندې ۴۰۰ کیلو ګرامه چرس نیول شوي دي

کابل، د سلواغې ۲ مه، باختر

ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسوولینو د سپين غر ولسوالۍ په مومندرې خاورې سیمه کې ۴۰۲ کیلوګرامه چرس نیولي دي.

ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید ( رض) قول اردو د رسنیو دفتر د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د سپین غر ولسوالۍ مومندرې خاورې په سیمه کې د عبدالله بن زبیر (رض) لومړۍ سرحدي لوا د نهم کنډک ځواکونو ۲ تنه، چې غوښتل یې ۴۰۲ کیلو ګرامه چرس قاچاق کړي، نیولي دي.

یاده دې شي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته