سیاست

په سيمه کې تاوتريخوالى داستخبارتي پروګرامونو زيږنده ده .

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
د افغانستان د قومونو او قبايلو وزير د سيمې په  افراطي ډلو او استخبارتي سازمانونو تورلګوي  نه غواړي چې په افغانستان او سيمه کې سوله تامين شي او
د ډيورند کرښې په دواړو خواوو  کې له قومونو څخه  غوښتې دي چې په  خپلو سيمو کې دسولې د تامينولو په خاطر په کار لاس پورې کړي .
محمد اکرم خپلواک په دې  وروستيو وختو کې له يوې خصوصي راډيو سره  په
خبرو کې څرګنده  کړې ده  چې بنسټپالې ډلې   او بهرنۍ استخباراتي  کړۍ   نه غواړي په افغانستان او سيمه کې سوله  تامين شي.
ده  خبردارى  ورکړ که چيرې دافغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې جګړه پاى ته  ونه رسيږي سوله  به  په دغو هيوادونو کې تامين نه  شي .
دافغانستان دکابينې د دغه غړى څرګندوني ټيک په داسې وخت کې کيږي چې
په سيمه کې  تروريستي فعاليتونه  او د بنسټپالو مذهبي  ډلو د تاوتريخوالي عملونو  وده کړې  ده .
دتيرې يوې  اوونۍ  په بهير کې افغانستان او پاکستان د تروريستي او ډار اچونکو فعاليتونو ډګر و چې د دغو هيوادونو يو شمير اتباع پکې ووژل شول .
په کابل کې په يو بهرني  رستورانټ  ديو تروريستي بريد له امله يوويشت تنه ووژل شول ، په داسې حال کې چې له دغې پيښې څخه څلرويشت ساعتونه  نه  و تير شوي چې دوه ويشت تنه پاکستاني پوځيان په يو ډار اچونکې پيښې کې چې ديو بم دچاودنې  زيږنده وه په شمالي  وزيرستان کې ووژل شول .
سبا يې  د پاکستان  دولس تنه  اتباع په يو تروريستي  بريد کې په راولپنډۍ کې
ووژل شول .
په همدې ورځ دقندهار ولايت د ژيړۍ  په ولسوالۍ دځانمرګو يرغلګرو له خوا بريد وشو او څو ساعته  وروسته  د  نيمروز ولايت په  چار برجک ولسوالۍ بل ډله ييز بريد وشو .
دهمدغو دوو پيښو په  بهير کې پيښور ښارته څيرمه په چارسدي کې چاودنه وشوه چې دڅو تنو دوژل کيدو سبب شو.
خونړۍ  پيښه په همدې ورځ هغه  پنځه ويشت تنه پاکستاني شيعه زيارت کوونکې چې له ايران څخه ستانه شوي وو هغه وخت ووژل شول چې دبلوچستان دمستونګ په سيمه کې د هغوې دسپرلۍ په  موټر بمي بريد وشو.
په داسې حال کې چې دلته د تروريستي بريدونو خبره ده چې دکونړ ولايت په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو له خوا  راکټي بريدونه وشول .
دامنيتي چارو دکارپوهانو په باور دغه پيښې دبهرنيو استخباراتي سازمانونو په وړتيا  غوښتنه کې  جرړې لري هغه سازمانونه  چې يا خپله په   سيمه کې   دګټو
د تامينولو په لټه کې دي  په داسې حال کې چې دهغو دجذبولو توان نه  لري او يا دا چې دغه سازمانونه په خپله د نورو سترو بهرنيو سازمانونو لپاره يوه  وسيله   دي چې په دغه سيمه کې دبهرنيو هيوادونو پروګرام  عملي کوي.
دغه   سازمانونه دبنسټپالو مذهبي سازمانونو په   جوړولو او رامنځته کولو  سره         ددى زمينه برابره کړې ده چې دغه سازمانونه په غير اغيزمنه توګه   وده  وکړې او
له ادارې او کنترول څخه  ووځي او په پاى کې په يو ټولنيز سرخوږى  بدل شي .
دپاکستان له لښکر طيبه څخه جلا شوي څانګه لښکر جنګوي چې دهند په کشمير کې دپاکستان د پټې جګړې دتنظيمولو په مقصد جوړ شوى  و يو له دغو بهيرونو څخه دى  نه يوازې په پاکستان بلکې په افغانستان کې په مذهبي اقليتونو خونړي  بريدونه کړي دي  .
لښکر جنګوي په بلوچستان کې په   شعيه مسلمانانو د بريد مسووليت   په   غاړه واخيست  .
دغه پيښې ددې ښکارندوى دى چې تروريزم او بنسټپالنه دافغانستان او پاکستان دملتونو په مقابل کې ديو عيار شوي  جدي دښمن په توګه بدله شوې ده  .
په داسې حال کې چې دغه کرغيړنه  پديده د پراختيا په حال کې ده  خوا دسيمې استخباراتي   کړۍ  اوس هم    د يو افزار په   توګه   هغوى ته  ګوري او اوس هم دماشومتوب په  دغه نظر باور لري کولاى شي چې له افراطي بهيرونو څخه په خپله ګټه استفاده وکړي .
تريځ واقعيت دا دى چې تروريزم او بنسټپالنه  زياتر د قبايلي سيمو په اوسيدونکو چې څومليونوتنو رسيږي اغيزه کړې ده.
ددغو سيمو اوسيدونکي د آزادو قبايلو دسيمو په نامه په قصدي ډول له پرمختګ او ترقۍ څخه لرې پاتې شوي دي .  په داسې حال کې چې د دغو سيمو له طبيعي زيرمو، انساني امکاناتواو سوق الجيشي حالت څخه زياته   استفاده   کيږي خو دهغه ترقۍ او پرمختګ ته لږ کار شوى دى  پرځاى  يې هلې ځلې شوي دي  چې استخباراتي سازمانونه  د ديني مدرسو او قومي شوراګانو تر پوښښ  لاندې پکې نفوذ ومومي او وسله او تاوتريخوالۍ دقلم او دښونځيو پرځاي پکې واکمني وکړي بله خبره چې قبايلي سيمې  ځوروي قومي ډلبندي  دي چې له استخباراتي پروګرامونو سره پيوند لري او دغه سازمان دقومي تاوتريخوالي په رامنځته کولو کې رول  لوبوي او هلې ځلې کوي چې په قبايلي سيمو کې دميشتو قومونو ترمنح واټن  زيات کړې چې تل د تروريستي او بنسټپالنې فعاليتونو زمينه پکې موجود وي .   په داسې حال کې چې ددغو سيمو ميشتو قومونو په يوستر قوم منسوب دي او د همدې قوم په شتون کې له يوبل سره پيوند لري نو دا د قومي مشرانو او دهغو کسانو کار دى  چې په دغو سيمو دجلا شويو قومونو مشري کوي  چې څنګه خپل هيواد وال راټول کړى او داستخباراتي دسيسو په وړاندې  دريږي چې نور د ترور وحشت   ډار اچونې نومونه د دوى له سيمو څخه خپل ټغر ټول کړي چې د ډيورند دکرښې د دواړو خوا خلک ديوبل ترڅنګ  ژوند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته