ټولنه

په سياسي تصميم نيونو او دفرهنګ جوړولو په بهير کې دښځو دونډې زياتوالى

کابل باختر د مرغومي نولسمه :
دافغانستان ښځو په تيرو ديارلسو کلونوکې په خپلو سياسي  او ټولنيزو حقوقو برلاسۍ پيداکړي  دي  او دملي وحدت په حکومت کې هم  پراخ مشارکت او ځانګړي ځاى لري .
دباخترآژانس دخبر له مخې :  داطلاعاتواو فرهنګ وزارت دخپرونودچارومعينې سيمين  حسن زاده  دژوندانه دچاپيريال ساتنې دسازمان په برخه کې دايران داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  له مرسيتالې معصومې ابتکار سره  په کتنه کې  ددغه ټکې په بيانولو سره وويل : دافغانستان ښځو چې په وروستيو کلونوکې په سياسي تصميم نيونواو دفرهنګ جوړولو په بهير کې  خپل رغنده رول ثابت کړى دى ؛کولى شي  دايران دښځو له ټولني سره  په همکاري کې  دخپلو سوله ئيزو دريځونو په اعلامولو سره په ملي او سيمه ئيزه کچه دامنيت اوثبات دتينګښت په بهير باندي  اغيزمنې وي .
دخپرونو دچارو معينې دژوندانه دچاپيريال ساتني دفرهنګ په جوړولو کې  دښځو رول هم ارزښتناک وباله  اوزياته يې کړه چې دايران  په اسلامي جمهوريت کې  دژوندانه دچاپيريال ساتني دسازمان په رياست کې  ديوې ښځې شتون په دي برخه کې دښځو ځواکمني او اغيزمنتوب  منعکس کوي  چې بايد دژوندانه  دچاپيريال  موضوعګانې او په دې برخه کې اقدامات  زيات  عامه خلکو ته  ورسول شي .
سيمين حسن زاده  دخپلو خبرو په دوام  دافغانستان  دطبيعي اوجغرافيايي ساحو يادونه وکړه او دافغانستان دژوندانه  دچاپيريال ساتني لپاره په همکاري کې يې دايران داړندوبنسټونو دپاملرنې غوښتنه وکړه .
په دي کتنه کې  دايران داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس مرستيالې ميرمن ابتکار هم په بيلابيلو برخو کې  دافغان ښځو  پرمختګونه  وستايل او دسيمې لپاره  دافغانستان  دژوندانه دچاپيريال ساتني  داهميت  دبيانولو په ترڅ کې وويل:  دايران  دژوندانه دچاپيريال سازمان  دملي او نړيوالو پارکونودجوړولو او له افغانستان سره  په سرحدي سيموکې دوحشي ژويو دبيلابيلو ډولونو  دساتني لپاره مهم اقدامات ترلاس لاندې نيولي  دي  چې دچارودمسوولينو  په همکاري به  عملي شي .
ددغې کتنې په پاى کې رسانه يي استازو  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو دمعينې په ملګرتيا  دايران دژوندانه دچاپيريال ساتني دسازمان  دمسووليتونواو دافغانستان دژوندانه دچاپيريال دمسئلو په برخه کې ددغه سازمان له خوا  دترسره شويو اقداماتو په برخه کې  يولړ پوښتنې طرحه کړې  چې  لازم ځوابونه  وړاندې شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته