ستکهلم ايرنا باختر د کب دمياشتې ٩ :
د سويډن سيمه ييزو پوليسو اعلام وکړ چې دسويډن په غرب کې دپناه غوښتوونکو په يوه ستر کمپ کې د شنبې د ورځې په اورلګيدنه کې څه ناڅه شل تنه سخت ټپيان شول، سره له دې چې ددغې اورلګيدنې علت معلوم نه دى پوليسو د عمدي والي احتمال يې رد نه کړ. اورلګيدنه په ونشبوي ښارکې دپناه غوښتوونکو دساتنې د يوې ودانۍ په دريم پوړ کې پيل شو او ويل کيږي چې دوو تنو د اورد لوګي له امله ځانونه له کړکيوڅخه بهر ته وغورځول .
دپوليسودڅرګندونوله مخې : له لسو څخه تر شلو تنو پورې داور دلوګي له امله دسالنډۍ په ناروغۍ اخته شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ