قندهار باخترد زمري د میاشتې ۲۳ مه
په قندهار ولایت کې د جاجيانو دلېږد لړې د دغه ولایت د والي زلمي وېسا له خوا د پټې په پرېکولو سره پيل شوه.
د قندهار والي زلمي وېسا په هوايي ډګر کي حاجيانو ته د مخه ښې په مراسمو کې د هر ډول اسانتياوو د برابرېدلو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د نورو کلونو په پرتله به حاجیانو ته ښه خدمات وړاندي شي.
وېسا له حاجيانو څخه وغوښتل چې د حج پر مهال د هيواد د سوکالۍ، امن او ابادۍ لپاره دعا وکړي.
ديادونې وړده چې په لومړنۍ الوتنه کې د روزګان ولایت ۲۲۰ حاجيان د حج د فريضې د ادا کولو په موخه ولېږدول شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ