نړۍ

په سوماليا دامريکا دهوايي بريد له امله دالشباب د ډلې پنځه تنه جګپوړي غړي ووژل شول.

موګه ديشو  رويترز   باختر دسلواغې دمياشتې ٧
دسوماليا په جنوب کې پرون د امريکا دهوايي بريد له امله دالشباب د ډلې ديوه مشر په ګډون څه ناڅه پنځه تنه مليشې ووژل شوې.
دامريکا يوه پوځي مقام رويترز  ته وويلي  چې دغه بريد دتوغندي په واسطه وشو خو د الشباب د ډلې يوه جګپوړې غړي  وويل  چې د دوى  په يو کاروان او يوې  ليږدونکې واسطې د بې پيلوټه الوتکې له  خوا بريد شوى دى.
امريکايي ځواکونه  درې مياشتې مخکې په دې بريالي  شول په  سوماليا کې دالقاعده يو جګپوړې غړي  ابوانس ايلليبي چې په افريقا کې دامريکا په دوو سفارتونو د ١٩٩٨  کال بريد يې  برابر کړى و ،  ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته