په سوریه کې د وروستیو تحولاتو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې وروستۍ پرمختیاوې چې په ترڅ کې یې د جګړې او بېثباتۍ عامل له منځه ولاړ او پلازمېنه دمشق د هیئت تحریر الشام په مشرۍ د سوريې د ولس لاس ته ولوېد؛ د یاد حرکت قیادت او ولس ته مبارکي وايي او هیله څرګندوي چې د انقلاب پاتې پړاوونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د یوه امن، متحد او باثباته نظام خاوند شي.
هيله ده د واک د لېږد بهیر په داسې ډول پرمخ ولاړ شي چې په پایله کې یې د سوریې د ټول ولس له آرمانونو سره سم د يوه خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شي چې له هر ډول توپیر او غچ پرته او د عمومي عفوې د تګلارې له
خپلولو سره د سوریې ټول ولس راټول کړي او د نړۍ له هېوادونو سره د يوه داسې مثبت سیاست په غوره کولو سره پرمخ ولاړ شي چې سوريه د بهرنيو لوريو د منفي سياليو له ګواښ څخه وژغوري او د ميليونونو مهاجرينو د راستنېدو زمینه برابره شي.
همدا راز، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې له ټولو ښکېلو بهرنيو لوریو غواړي چې په خپل منځ کې او هم له نویو واکمنو سره د مثبت تعامل او همکاریو سیاست غوره کړي، ترڅو سوريه د ښې حکومتولۍ امنیت او ثبات پر لور مزل پيل کړي.