نړۍ

په سوريې دروسيې هوايي بريدونه دسولې خبرې کمزوري کوي .

کابل باختر د سلواغې شپاړلسمه :
په سوريې  دروسيې  هوايي بريدونه دسولې خبرې  چې دملګروملتوله خوا يې  وړانديز شوى دى کمزوري کوي .
دناتو عمومي منشي  ينس استولتنبرګ  نن  په امستردام کې  له خبريالانوسره په خبرو کې وويل  :دروسيې  دهوايي بريدونو سختوالى چې دسوريې درژيم په مخالفو ډلو  کيږي ددغه هېواد لپاره يې  دسياسي  حل لارې  دموندلو لپاره هلې ځلې  کمزورى کړى دى .
دده دڅرګندونوله مخې: دروسيې دشتون پراختيا  ،  دناتو دهوايي حريم  نقضول او په سوريې کې  دروسيې هوايي فعاليتونه  دغه راز  د تاوتريخوالي دزياتوالي سبب کيږي .
  اوس  په سوريې  دروسيې  هوايي بريدونو زور اخستي دى او په ژينو کې  ددغه هېواد  دسولې خبرې  په موقتي ډول  ځنډول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته