نړۍ

په سوريه کې په لسګونو تنه ياغيان ووژل شول

دمشق باخترد کب اتمه :
د سوريې دولتي ځواکونو ددغه هيواد د پايتخت دمشق ښارته څېرمه په يوه ناڅاپي بريدکې د سوريې د حکومت په لسګونو تنه مخالفين وژلي دي .
باخترآژانس د اسوشيتدپرس د خبري آژانس له خولې خبر راکړ: په القاعده پورې اړوند د النصره جبهې په نامه له دغې ډلې څخه د سوريې د حکومت مخالفين د دمشق ښار په جنوب کې وژلي دي.
په لبنان کې د الميادين ټلويزيوني شبکې دغه راز د دغې سيمې په يوه ژوندي رپوټ کې له لوړو او ژورو ډک د يوه واټ په اوږدوکې په لسګونو خواره واره شوي مړي ښودلي دي.
د سوريې د اردو يوه افسر الميادين ته وويل چې د ده ځواکونو د ترلاسه شويو اطلاعاتو له مخې اقدام کړى دى او تروريستانو د دولتي ځواکونو په بريدکې خپل څه دپاسه يوسلو پنځوس تنه افرادله لاسه ورکړي دي.
په سوريه کې په کورنيو جګړو او اړو دوړکې چې له څه دپاسه دريو کلونو راپديخوا دوام لري؛ څه ناڅه يوسلو څلويښت زره تنه وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته