امنیت

په سوريه کې د بريدونو له امله ٦٣تنه ووژل شول

دمشق باختر د وري پنځمه :
په سوريه کې د پوځيانو د هوايي او ځمکنيوعملياتو له امله نن څه ناڅه ٦٣ تنه ووژل شول.
د نيوزنو د خبري سايټ دخبر له مخې: د حلب په ښارکې٢٢ تنه ددغه هيوادپه پايتخت دمشق کې ١٣ تنه، په ادلب کې لس تنه په حماکې اته تنه په ديرا کې اووه تنه او په حمص کې درې تنه ووژل شول.
د سوريې سيمه ئيزې هماهنګي د کميټو د څرګندونو له مخې: د سوريې اردو د مخالفينو ترکنترول لاندې سيموکې بيرلي بمونه هم غورځولي دي او دګڼ شمېر مخالفينو فعاليتونه يې شنډکړي دي .
  په سوريه کې په درې کلنوجګړوکې څه دپاسه سل زره تنه وژل شوي؛ څه دپاسه شپږ اعشاريه پنځه مليونه تنه د سوريې په  دننه کې بې ځايه شوي او دوه مليونه تنه نور اوس اوس د ترکيې، لبنان، اردن او عراق کې د پناه غوښتوونکو په توګه ثبت شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته