نړۍ

په سوريه کې دناآراميو دقربانيانو شمير لوړ شو

دمشق فرانسپرس  باختردثور دمياشتې ١١ :
دسوريې په لويديح حمص  ښارکې دچاودنو او دهاوان دډزو  له امله دقربانيانو شمير  له سلو تنو څخه اوښتى دى .
دفرانسپرس دخبري آژانس دخبرله مخې : دا په وروستيو دريو کلونو کې په حمص کې ډير ستر تروريستي بريد بلل کيږي   چې دوژل شويو کسانو له جملې څخه نږدي اتيا تنه يې ملکي وګړي دي .
دسه شنبې په ورځ دحمص ښار په مرکز کې  په يو موټر کې ايښودل شوي بمونه وچاوديدل ا و وروسته  ناپيژندل شويو کسانو په دغې سيمې  د هاوان څو ماينونه وتوغول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته