په سوريه کې دالقاعده د نږدې لسو زرو تنو غړو وژل کيدل.

دمشق نړيوال خبرى منابع باختر دمرغومې دمياشتې ٣
يوې اردنۍ تکفيري ډلې اعلام وکړ چې د سوريې دبحران د پيل له وخت څخه تر اوسه پورې په القاعده پورې د اړوندو تروريستي ډلو نږدې لس زره تنه غړي په دغه هيواد کې وژل شوي دي .
د ترلاسه شويو شميرنو له مخې : دغې اردنۍ ډلې د ٢٠١١ م کال د مارچ له مياشتې څخه تر اوسه پورې دالقاعده نهه زره سوه شپږ ديرش تنه غړي په سوريه کې وژل شوي دي چې اته سوه اته ويشت تنه يې لبنانيان وو .
زياتره وژل شوي کسان د تونس ، ليبيا اودعراق اتباع او په دوو تروريستي ډلو دجبهه النصره شام او دعراق داسلامي دولت پورې اړوند وو .
ددغو شميرنو له مخې : په سوريه کې په وژل شويو کسانو کې يو زرو نهه سوه دوه تنه تونسيان ، يو زرو اته سوه اووه تنه ليبنانيان ، يو زرو څلورسوه دوه ديرش تنه عراقيان ، دوه سوه دوه تنه اردنيا ، اته سوه تنه د سوريې په دننه او بهر کې په فلسطيني کمپونو کې ديره فلسطينيان ،اته سوه يوويشت تنه مصريان ،اووه سوه څوارلس تنه سعودي اتباع ، پنځه سوه يو اويا تنه يمني اتباع ، څلورسوه دولس تنه مراکشيان ،دوه سوه څلور اويا تنه الجزايري اتباع ، يو اويا تنه کويټيان ، يووشت تنه بحريني اتباع ، نولس تنه عماني اتباع ، نولس تنه د ماراتو اتباع ، اته تنه
قطريان ، درې تنه سوډانيان ، يو موريتاني او ديرش تنه د قفقاز او د البانيا
د حوزې د هيوادونو اتباع شامل دي.