ټولنه

په سمنګان کې دوه ټولګټې پروژې پرانستل شوې

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
د سمنګانو ولايت په روى دو آب ولسوالۍ کې د دوو ټولګټو پروژو کار بشپړ او نن ګټې اخستې ته وسپارل شوې.
د سمنګانو ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د مطبوعاتو مسوول ثمر الدين شاهرخي د باختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو پروژوکې د روى دو آب ولسوالۍ په تره ګذر کلي کې د استنادي ديوال جوړول شامل دي .
خبرځاى وويل: په دويمه پروژه کې د اوبو له يوه مخزن سره د څښاک د اوبو ديوې شبکې جوړول شامل دي .
خبرځاى زياته کړه: په تره ګذر کلي کې د استنادي ديوال په جوړولو سره د سيند د اوبو د څپانده کيدو په وخت کې ٦٠٠ کورنۍ د سيلاوونو له ګواښ څخه خوندي پاتې کيږي او له بله پلوه هم د څښاک د اوبو د شبکې د کار په بشپړيدو سره په ايماق کلي کې د ٤٠٠ کورنيو د څښاک د روغتيايي اوبو ستونزه لرې شوې ده.
شاهرخي وويل: د دغو دوو پروژوکار په سلو کې د خلکو د لسو په ونډې سره بشپړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته