په سمنګانو کې ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
د سمنګانو په حضرت سلطان ولسوالۍ کې نن سهار ۱۹ وسله وال طالبان ووژل شول او دوه سیمې د هغوی له شتون څخه پاکې شوې.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دفاعي او امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو د ځپلو په موخه یولړ عمليات ترسره کړل چې په پایله کې یې د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ کوکجر او دلخکي سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ۱۹ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢۵ نور يې ټپيان شول او د هغوى درې موټرسايکلونه، دوه قرارګاوې او جنګي وسايل هم له منځه یوړل شول.
دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ د ناامنو ساحو تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته