ورزش

په سمنګانو کې یو ستر لوبغالى پرانيستل شو

– کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
په سمنګانو کې نن یو ستر لوبغالى پرانيستل شو.
له دغه لوبغالي څخه د والېبال، فوټسال، باسکټبال او رزمي سياليو لپاره استفاده کېږي.
دغه لوبغالى په يو وخت کې د٢٠٠٠ ننداره چیانو ظرفيت لري.
د جمهوري رياست عملياتي ادارې دغه لوبغالى د ۵۰ میليونو افغانيو په لګښت جوړ کړى دى.
د سمنګانو والي محمد داوود کلکاني د دغه لوبغالي د پرانيستلو په مراسمو کې وويل چې په دغه ولايت کې د ورزش د ودې لپاره يولړ پروګرامونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په سمنګانو کې ورزشي سيالۍ د معياري لوبغالي د نشتوالي په دليل په غير معياري سالونونو کې ترسره کېدې.
د سمنګانو د ورزش آمر حميدالله فيضي باختر آژانس ته وويل چې له دغه لوبغالي څخه به د بېلابېلو ورزشي څانګو د سياليو لپاره استفاده وشي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته