ټولنه

په سمنګانو کې ٣٧ کيلومتره واټ پخيږي

کابل باختر د زمري اتمه :
دسمنګانو ولايت په دره صوف  ولسوالۍ کې  ٢٧ کيلومتر سړک پخيږي .
د دغه سړک د پخولو کار دفوايد عامې وزارت له لارې  د٤٣٣ ملياردو افغانيو په لګښت ترسره کيږي .
د سمنګانو ولايت د فوايد عامې رييس انجنير ضيا همايون باخترآژانس ته وويل چې دغه سړک د ٣٧  کيلومترو په اوږدوالي او د لسو مترو په سور د بر دره صوف  ولسوالۍ له مرکز څخه د دغې ولسوالۍ تر شيخيه سيمې  پورې چې په دغه ځاى کې د شباشک د ډبرو سکرو يوه سترکان شتون لري، پخيږي.
د دغې ولسوالۍ مسوولان او د وسايطو چلوونکي د دغه سړک له پخولو څخه  خوښي څرګندوي .
د بردره صوف ولسوال احمد علي حسني وويل چې د دغې پروژې په بشپړيدو  سره د ډبرو سکرو د ليږدولو په موخه زياتې اسانتياوې برابرې او زيات عوايد ترلاسه کيږي .
دفوايد عامې رييس زياته کړه چې د لسو کيلومترو په اوږدوالي د يوبل سړک د پخولو کار د سويډن په مالي مرسته د يو ميليونو ٥٠٠ امريکايي ډالرو په لګښت دوام لري چې د خرم سارباغ ولسوالۍ يې د دغه ولايت له مرکز سره نښلوي .  
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته