کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
څه دپاسه يو سلو شل تنه ځوانان د سمنګانو ولايت د جلب اوجذب د قوماندانۍ له خوا دملي پوليسو له ليکو سره يو ځاى شول .
دسمنګانوولايت د ملي پوليسو د جلب او جذب قوماندان سمونيار محمد يعقوب شريفي د باختر آژانس خبريال ته وويل:نوي جذب شوي ځوانان د پوځي زده کړو په مقصد بيلا بيلو تعليمي مرکز ونو ته معرفي شوي دي.او له مسلکي زده کړو وروسته د اړتيا له مخې دپوليسو قطعاتو ته معرفي او استول کيږي.
شريفي دهيواد دامنيتي مرکزونو په چوکاټ کې خدمت دهيواد د ټولو اتباعو ملي وجيبه وبلله.اوزياته يې کړه هغو سرتيرو ته چې نوي د پوليسوله ليکو سره يو ځاى شوي دي ټول امکانات په پام کې نيول شوي دي.
په همدې حال کې هغه ځوانان چې نوي دملي پوليسو له ليکو سره يو ځاى شوي دي وايي چې دملي پوليسو په ليکو کې په شامليدو سره دافغانستان خلکو ته خدمت کوي
0 1 دقیقه لوستل