امنیت

په سمنګانو کې يو طالب ووژل شواو دوه تنه نور يې ټپيان شول .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
په سمنګانو ولايت کې نن ديوې ډلې غير مسوولو وسله والو او دطالبانو ترمنځ نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دسيمې يو تن اوسيدونکي چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه دباختراژانس خبريال ته وويل دغه جګړه دسمنګانو ولايت مرکز دايبکوښار  په مربوطاتو کې په کوه قند سيمه کې ونښته چې له امله يې يووسله وال طالب ووژل شواو دوه تنه نور يې ټپيان شول .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت امنيتي مسوولانو دغه نښته تاييد کړې ده .
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف  دمبارزې  مدير سمونوال مسجدي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه جګړه په  صاحب مشهور  دقوماندان عبدالمنان او دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ ونښته  چې له امله يې  يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته