ټولنه

په سمنګانو کې سيلاونو شپږ تنه ووژل .

کابل باختر د ثور دولسمه :
په سمنګانو ولايت کې دسيلاونود راوتلو له امله شپږ تنه ووژل شول .
دغه سيلاونه تيرماښام له سختو اورښتونو وروسته دايبکو ښار او دخرم سارباغ  او دروي دواب  دولسواليو په ځينو سيموکې راووتل او دغه راز دغه سيلاونه داستوګنې  دسلګونوکورونواو دزرګونو جريبه کرنيزو ځمکو او دلسګونو بڼونو دويجاړيدو سبب شوي دي .
دسمنګان ولايت دروي دواب  ولسوال عزيز الله  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغوسيلاونو دراوتلو له امله ديو ماشوم په ګډون ددغې ولسوالۍ پنځه تنه اوسيدونکي وژل شوي دي .
ده تاييد کړه چې دغوسيلاونو داستوګنې  په لسګونوکورونه او دخلکو په سلګونو جريبه کرنيزې  ځمکې ويجاړې کړي او دنږدې  يوسلو پنځوسو  څارويو دله منځه تللو سبب شوي دي
دغه راز دسمنګانو ولايت دخرم سارباغ ولسوال حفيظ الله  وايي چې په دغې ولسوالۍ کې دسيلاونو  دراوتلو له امله يوه ښځه له منځه تللې ده
  ده وويل چې په دې پيښه کې دخلکو داستوګنې  په سلګونوکورونو کرنيزې ځمکې  او بڼونه  ويجاړ شوي دي .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکو ښار ځينې ساحې هم ددغوسيلاونو له امله زيانمن شوي دي
هغو لسګونو کورنيو چې دسيلاونو دراوتلو له امله  له خپلو کورونو څخه وتلو ته مجبورې شوي دي په اوس وخت کې ښوونځيو ديني مدرسو روغتونونو او نورو وګړنيو تاسيساتو اودسيلاو ځپلو ساحو څخه لرې  لوړو سيمو ته پناه وړې ده .
  داستوګنځيو ، خوړو ، جامو ، درملو او داوبو نشتوالي ددغوکورنيو ستونزې بلل شوي دي
سيلاو ځپلي په دولت په نيوکې سره وايي چې تراوسه پورې يې  دمرستندويو کورنيو اوبهرنيو بنسټونو له خوا مرسته نه ده ترلاسه کړي .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې ټيمونه دسردزيان  اودمالي تاوان دکچې دڅيړنې لپاره سيلاو ځپلو سيموته ځي چې دکومکي مالونو دليږدونې لپاره زمينه برابره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته