خبرونهاقتصاد

په سمنګانو کې د څه باندې ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو ذخیروي بند او ۶ چکډېمونه جوړ شول

کابل، د وږي ۳۱مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور سمنګانو ته د سفر په ترڅ کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو پرانیسته وکړه.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل، چې په دغه ولایت کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ چکډېمونه او د یو ملي سوداګر له لوري د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سل زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو په وړتیا د اسپند سای ذخیروي بند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
هفه زیاته کړې، چې هېواد کې د یو شمېر لویو بندونو رغنیزې چارې پیل شوي او دې برخه کې لا هم هڅې روانې دي.
په نوموړې پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې کابو ۳ زره ۸۸۲ کورنۍ ورڅخه برخمنې شوې دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته