په سمنګانو کې د ملي دسترخوان پروګرام دويم پړاو پيل شو

کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
په سمنګانو کې نن د ملي دسترخوان پروګرام د خوراکي توکو د وېش بهير پيل شو.
د سمنګانو د کليو د بيارغاونې او پراختيا رييس انجنير عبدالرب حکيمي باختر آژانس ته وويل چې پخوا د دغه پروګرام له لارې د ايبکو ښار او د حضرت سلطان، روی دواب او خرم سارباغ ولسواليو بې وزلي خلک تر پوښښ لاندې نيول شوي وو چې لګښت يې نړيوال بانک ورکړی و او له دې لارې له ۳۲ زرو۵٨٠ بې وزلو کورنيو سره مرسته وشوه.
هغه زياته کړه چې د دغه پروګرام په دويمه دوره کې د بر دره صوف، کوز دره صوف، فېروزنخچير ولسواليو او د ايبکو ښار له بې وزلو اوسېدونکو سره د خوراکي توکو مرسته کېږي.
د سمنګانو ولايت مرستيال او سرپرست صفت الله سمنګاني د دغه پروګرام د پرانیستلو په وخت کې د دغه پروګرام پر شفافيت ټينګار وکړ او د ملي دسترخوان پروګرام يې د ښې حکومتوالۍ بيلګه وبلله.
د ملي دسترخوان پروګرام په درېو برخو وېشل شوی دی چې بې وزلې کورنۍ پکې شاملې دي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته