اقتصاد

په سمنګانو کې د غلو دانو دوه زيرمې جوړيږي

کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
په سمنګانو ولايت کې پرون د غلو دانو د دوو زيرمو د جوړولو کار پيل شو .
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دغه زيرمې د نړۍ دخوړو سازمان په مالي مرسته د کرنې او اوبو لګولو د رياست له خوا د ۵۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړيږي.
د سمنګانو ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس محمد رحمن ارغنديوال وايي: دغه زيرمې د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکو ښار په چوغې کلي او د روی د واب ولسوالۍ  د موهوی په کلي کې په يوکال کې په معياري ډول جوړيږي.
خبرځاى زياته کړه چې هره زيرمه د ١٤٠ متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړيږي چې په هغو کې کړکۍ او د هوا سيستم  په پام کې نيول شوي دي.
ارغنديوال ددغو زيرمو د جوړولو هدف د سمنګانو ولايت د بزګرانو د زراعتي کوپراتيفونو پراختيا وبلله او ويې ويل چې دبزګرانو دکوپراتيفونو غړي کولاى شي  خپل زراعتي محصولات په دغو  زيرمو کې وساتي او په مناسب وخت کې بازار ته یې وړاندې کړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته