په سمنګانو کې د زرګونو جريبه ځمکې حاصلات له منځه تللي دي .
کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
په سمنګانو ولايت کې په زرګونو جريبه ځمکه کې کرل شوي غنم او اوربشې د يو ډول حشرې له خوا له منځه وړل شوي دي .
د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکوښار يوشمېر بزګران ادعا کوي چې دغه کرنيز آفت له شلو ورځو راپه دې خوا د دوى له دېرشو څخه تر څلويښت زره جريبه ځمکه کې د دوى محصولات له منځه وړي دي. خو دکرنې د ادارې مسوولينو په دې اړوند هېڅ راز مرسته نه ده کړې.
د ايبکو ښار د اخته خانې دکلي بزګر آزاد وويل ؛ څه ناڅه څلور اوونۍ کېږي چې يو ډول حشرې د غنمو او اوربشو په کروندو يرغل کړى دى او د دوى کرنيز محصولات يې له منځه وړي دي.
ده وويل ؛ دغه حشر ه دمور په نامه پيدا شوې ده او ټولو بزګرانو ته يې زيان اړولى دى. او موږ څو ځلې دکرنې ادارې ته مراجعه کړې ده خو مسوولين وايي چې د دغې حشرې د له منځه وړلو لپاره هيڅ راز امکانات په واک کې نلري.
دغه بزګران وايي چې دغه حشره په تېرو کلونو کې هم موجوده وه خو د کرنې ادارې د هغې په وړاندې هيڅ راز مباره نه ده کړې چې له امله يې اوس دغه حشر په ستر ګواښ بدله شوې ده.
د سمنګانو ولايت دکرنې ، اوبولګولو او د مالدارۍ رياست د بوټو د ساتنې مدير ګلاب الدين غياثي د دغې حشرې يرغل تائيد کړ او ويې ويل ؛ چې د دغې حشرې نمونې يې دکرنې وزارت ته لېږلي دي او په دې برخه کې د مجادلې غوښتنه يې کړې ده.
خودکرنې وزارت لارښوونه کړې ده چې بزګران دې حشره وژونکي درمل له بازار څخه وپېري . پاىجذ