ټولنه

په سمنګانو کې د بادامو حاصلات کمښت موندلى دى

کابل / باختر/ د زمري ٢مه
په سمنګانو کې سږ کال د بادامو حاصلات کمښت موندلى دى.
د سمنګانو د کرنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د تېرکال په پرتله د بادامو حاصلات ٢٠ سلنه کمښت موندلى دى، خو بيه يې لوړه شوې ده.
د سمنګانو د کرنې او اوبولګولو رياست د کرنيزو چارو آمر محمد عثمان حنفي باختر آژانس ته وويل: دغې ادارې په وروستيو ورځو کې د حضرت سلطان او خرم سارباغ  ولسواليو بېلابېلې سيمې او د ايبکو ښار څېړلى دى چې په هغو کې د بادامو حاصلات په روان کال کې ٣ زره ٣٩٧ ټنه اټکل شوي دي، په داسې حال کې چې تېرکال ٤ زره ١٥٢ ټنه ترلاسه شوي وو او د دغه کمښت علت د بادامو په ونو کې يو ډول ناروغۍ خپرېدل دي.
حنفي زياته کړه: سږ کال يو من بادام په٥٠٠٠ افغانيو پېرودل کېږي، په داسې حال کې چې تېر کال د يو من بادامو بيه ٤٠٠٠  افغانۍ وه.
ويل کېږي د سمنګانو بادام ٤٠ سلنه په کورنيو بازارونوکې پلورل کېږي او ٦٠ سلنه يې سوداګر هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو ته صادروي.
پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته