خبرونهټولنه

په سمنګانو کې د اوبو رسولو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، غبرګولي ۱۴مه، باختر
په سمنګانو کې د څه باندې ۱۳۸زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو شپږ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
باختر آژانس ته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د سمنګانو ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د (اې.اچ.اف) دفتر په مالي مرسته، د یاد ولایت د مرکز ایبک ښار او د فیروزنخچیر او حضرت سلطان ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د څه باندې ۱۳۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
په یادو شبکو کې د (۷۰،۴۰ او ۱۴) متر مکعب په وړتیا د اوبو د څلورو ذخیرو رغول، د ۱۷۰شیردانونو نښلول او د اته زره ۲۰۱ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.
هېره دې نه وي چې د یادو شبکو د تطبیق په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د مرکز او یادو ولسوالیو د بېلابېلو کلیو ۱۳۸۰کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته