کابل باختر د ثور ديرشمه :
په سمنګانو کې دځمکې ښوئيدنې له امله داستوګنې په لسګونوکورونه ويجاړ او په سلګونو کورونۍ بې ځايه شوې .
دسمنګانو والي خير الله انوش دباختراژانس خبريال ته وويل دسمنګانو ولايت دبر دره صوف دبرج حسيني په کلي او د کوز دره صوف دولسوالۍ دبازارک په کلي کې ځمکې ښوئيدنه تيره اوونۍ پيل شوې ده او په پړاويز ډول يې دوام کړى دى
ده چې په دغو دوو ولسواليو کې دځمکې ښوئيدنې دپيښې ځاى کتلى دى څرګنده کړه چې په دې پيښه کې داستوګنې اويا کورونه ويجاړ شوي او نږدې دوه سوه پنځوس کورنۍ هم تر ګواښ لاندې دي
دسمنګانو والي دغه راز څرګنده کړه له هغو چينو څخه چې په دغه کلي کې بهيدې او خلکو ورڅخه استفاده کوله درې چينې يې دځمکې ښوئيدنې دپيښې له امله وچې شوي دي .
او اوبه يې تر ځمکې لاندې ځي چې خلکو ته يې زياتې ستونزې پيداکړي دي
دسمنګانو دوالي دڅرګندونوله مخې په دې سيمه کې دځمکې ښوئيدنې ساحه توپير لري او پنځه سوه متره ساحه يې نيولې ده
انوش زياته کړه چې تر اوسه پورې ددغو سيمو له مصيبت ځپلو کسانوسره هيڅ راز مرسته نه ده شوې او له بې ځايه شويو کسانو سره دمرستې لپاره هلې ځلې دوام لري .
ده زياته کړه همدااوس دولايت له امکاناتو څخه خيمې او يوه اندازه خوراکي توکي بار شوي دي او اړوندو سيمو ته ليږل شوي دي
ده زياته کړه همدا اوس دمصيبت ځپلو سيمو خلکو په پرانستي فضا او له کورونو پرته ژوند کوي او ځينو کسانو دخپلو دوستانو کورونو ته پناه وړې ده
انوش په دغو سيموکې داحتمالي خطرونو اوګواښونوله امله دانديښنې په څرګندولو سره وويل که چيرې په دې سيمه کې بله ورته ښوئيدنه ونه شي اوخلکو ته په يوبل ځاى کې دبيا ميشت امکانات برابر نه شي په دغه ولايت کې به دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ په شان پيښه رامنځته شي .
0 1 دقیقه لوستل