کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
دپستې دځنګلونو دساتنې اودهغه دباکيفيته محصول د ترلاسه کولو په مقصد
دسمنګانو ولايت دکرنې درياست له خوا يو ورځنۍ روزنيز ورکشاپ دخلکو دوګړنيو شوراګانو پنځوسو تنوغړو ته په ايبکو ښارکې جوړشو.
دسمنګانو ولايت دکرنې رياست دطبيعي زيرمو مدير رفيع الله روشن زاده دباخترآژانس خبريال ته وويل : په دې يو ورځني ورکشاپ کې دپستې دځنګلونو دساتنې دوګړنيو شوراګانو پنځوسو تنو غړو ګډون کړى و.
روشن زاده سږ کال په سمنګانو کې دپستې دځنګلونو حاصلات چې ددغه ولايت غونډۍ او غرونه يې پوښلي دي دقناعت وړ وبلل .
دا په داسې حال کې ده چې ددغه ولايت په مربوطاتو کې دپستې درې څلويښت هکټاره ځنګلونه شته او سمنګان له بادغيس وروسته دهېوا دپه کچه دپستې دحاصلاتو له پلوه په دويم ځاى کې دى.
1 1 دقیقه لوستل