ټولنه

په سمنګانو کې دپستې بڼونه پراختيا مومي .

کابل باختر دغبرګولي شلمه :
دسمنګانو ولايت په بڼوالو دپستې  څلويښت زره اصلاح شوي  نيالګي وويشل شول.
دسمنګانو ولايت  دکرنې اواوبو لګولو رياست دبڼوالۍ اومالدارۍ دپروژو دملي پروګرام دپستې دبڼوالې  دترويج  دڅانګې مسوول  قمبر علي  نادري  دباخترآژانس خبريال ته وويل : دپستې دغه نيالګي  دپستې دللمي بڼونو درواجولو او دبزګرانو  داقتصاد دودې په مقصد  ويشل شوي دي .
ده زياته کړه چې دغه نيالګي دبغلان ولايت  دنيالګيو دروزنې  له بڼونو څخه  دسمنګانو ولايت ته  ليږدول شوي دي  او د تيرې يوې اوونۍ په بهير کې  ددغه ولايت دمرکز  او دپنځو ولسواليو په بڼوالو ويشل شوي دي .
نادري وويل چې  په دغه ولايت کې  دپستې ځنګلونه شته  خو دالومړۍ ځل  دى چې په سمنګانو کې دبزګرانو  په شخصي ځمکو کې  دپستې بڼونه جوړيږي .
په سمنګانو کې دکرنې او اوبو لګولو وزارت  دبڼوالۍ او مالدارۍ دپروژې دملي پروګرام ولايتي مسوول  انجنير عبدالمجيد خيرخواه وويل  چې دتير کال دکب په مياشت کې  ددغې پروژې له خوا  دسمنګانو ولايت  په بزګرانو دپستې په زرګونو اصلاح شوي تخمونه او  دپستې  دنيالګيو محافظتي  جالۍ  ويشلې شوي دي .
ده وويل  چې دغه تخمونه دسمنګانو ولايت  په مرکز او د بر او کوز دره صوف  ، فيروز نخچير ، خرم سارباغ او دحضرت سلطان  په ولسواليو کې  په يوزرو درې سوه شپاړلس جريبه  ځمکه کې  کرل شوي دي .
ده  په دې باب چې څومره بزګرانو  له دغو تخمونو او نيالګيو څخه  استفاده کړې ده  دجزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل  چې دغه نيالګي  په دې خاطر ويشل شوي دي . په هغو ځايونوکې  چې دغه تخمونه  نه دي  شنه شوي ،  کيښودل شي .
ده وويل  چې په هر  جريب ځمکه کې  څلور سوه  امريکايي ډالره  لګول شوى دى  چې په سلو کې پنځه ويشت يې  بزګرانو او نور يې  ددغې پروژې  له بودجې څخه  ورکړۍ شوي دي .
هغه بزګران  چې له دغه پروګرام څخه يې ګټه اخستې ده په خپلو للمي ځمکو کې  دپستې دبڼونو  له  رواجولو څخه  خوښ دي .
  دسمنګانو ولايت  دمرکز  ايبکو ښار پورې اړوند  دتولګچي  دکلي  يوتن بزګر  نهه څلويښت کلن غلام رسول چې  په شل جريبه للمي ځمکه کې يې  دپستې  تخمونه  کرلې دي  خوښ دى . چې تراوسه پورې  يې  دپستې   دوه سوه نيالګي هم ترلاسه کړي  دي .
ده زياته کړه که چيرې دپستې  دغه بڼ  حاصل ته ورسيږي  کولى شم  دخپلې ځمکې  لس کلن حاصل  له دغه بڼ څخه په يوکال کې ترلاسه کړم او په دې خاطر چې  پسته يوه  قيمتي  وچه ميوه ده .
همدا اوس  يوه کيلوپسته  په پرچون ډول  تر اته سوه افغانيو پورې پلورل کيږي .
دسمنګانو ولايت  دکرنې اواوبو لګولو رياست  باختراژانس ته خبر ورکړ  په تيرو اوو کلونو کې  په دغه ولايت کې  په څه دپاسه درې زره اته سوه  جريبه دولتي ځمکه کې  دپستې  تخم  کرل شوي دي او همدا اوس  په دغو ځمکو کې څه دپاسه يوسلو  اووه اويا زره  نيالګي شته .
ددغه ولايت  په درې څلويښت زره هکتاره ځمکه کې  دپستې ځنګلونه  ښيي چې دسمنګانو خاوره ، اوبه او هوا دپستې دونو  دودې لپاره  مساعدې دي .
پسته  ددغه ولايت  يو مهم کرنيز پيداوار بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته