ټولنه

په سمنګانو کې دمارچ داتمې په وياړ ښځينه بڼ پرانستل کيږي .

کابل باختر د کب  دولسمه :
دمارچ دمياشتې اتمه  دښځو نړيواله ورځ په سمنګانو کې دښځينه بڼ په پرانيستلو سره نمانځل کيږي .
دسمنګانو ولايت دښځو دچارو رييسې  خديجې حسني  دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغه ولايت دسلګونو تنو اوسيدونکو په ګډون  د شاندارې غونډې په جوړولو سربيره ديوه ستر ښځينه پارک او دوکانونو پرانيستل  دښار په بيلابيلو سيمو کې دنيالګيو دايښودلو ، دښځو  په حقوقو  د پوهاوي په مقصد دګردي ميزونو جوړول او مشاعرې  دغونډې جوړول ، په زړه پورې لوبې دښځينه جيل  کتنه او له هغو سره مرسته ددغې ادارې  مهم پروګرامونه  دي چې  ټاکل شوې ده دمارچ داتمې نيټې په مناسبت په سمنګانو کې  ترسره شي . 
ميرمن  حسني  زياته کړه : په دې ورځ ددوى  د پروګرامونو نورې برخې  دکورنيو او په تيره بيا  دميندو  او نجونو دذهنونو دروښانولو  په لاره کې دمرکز او ولسواليو په کليو کې دپوهاوي دپروګرامونو ترسره کول دي .
دسمنګانو ولايت دښځو دچارو رياست مسوولينو له ديني عالمانو  قومي مشرانو اومخورو څخه وغوښتل چې په  جوماتونو او غونډو کې خلک دښځو د پت او عزت  دساتني خلک درناوي ته وهڅوي
دوى وايي زموږ ځانګړې ټولنه دغه ځانګړتيا لري خو بايد پياوړى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته