په سمنګانو کې ددوو ترافيکي پيښو له امله ددوو تنو وژل کيدل .

کابل باختر دوږي  يو ديرشمه :
په سمنګانو ولايت کې پرون  ديوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
دسمنګانو دامنيې قوماندانۍ دترافيکو  دمديريت دپيښو امر سمونوال عبدالرزاق  باختر اژانس ته وويل چې لومړى پيښه دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ په يکه توت سيمه کې ديوه کرولا موټر دچپه کيدو له امله رامنځته شوه چې يو تن  ووژل شو او يوتن بل ټپي شو .
دغه راز په دويمه پيښه کې  يو موټرسايکل  دايبکو ښار په بندر سيمه کې يوديارلس  کلن ماشوم يې وواهه او مړ شو .
دغه خبرځاى ددغو دوو ترافيکي پيښو علت دچلوونکو چټکتيا اوبې احتياطي  وباله .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته