کابل باختر دوږي ديارلسمه :
يوتن دسمنګانو – بلخ په لويه لاره کې دترافيکي پيښې له امله ووژل شو
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دترافيکو دمديريت دپيښو آمر سمونمل عبدالرزاق باختراژانس ته وويل چې دغه پيښه نن سهار دايبکو دلرغان ښار په سيمه کې له يوه موټرسايکل سره ديوه تونس موټر دټکر له امله رامنځته شوه چې له امله يې دموټرسايکل يوتن سپرلۍ ووژل شو او يوتن بل يې ټپي شو
دپيښو امرددغې پيښې علت دموټرسايکل دچلوونکې چټکتيا اوبې احتياطي وباله او ويې ويل چې دټپي سړي روغتيايي حالت هم خراب بلل شوى دى .
ختم_ عطاالله_ اکرم