کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
په سمنګانو کې نن ديوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
د سمنګانو ولايت د ترافيکو مدير سمونوال عبدالقدير پنجشيري باختر آژانس ته وويل : دغه پيښه نن سهار په پنځو بجو د ايبکو – مزارشريف د لويې لارې په اوږدو کې دحضرت سلطان ولسوالۍ په مرکز کې له يوې ټيلري واسطې سره ديو لنډکروزر موټر دټکر له امله رامنځته شوه .
دسمنګانو ولايت دترافيکو مدير ددغې پيښې علت د دواړو ليږدونکو وسايطو دچلوونکو بى احتياطي او ګړندى تګ بللى دى .
دسمنګانو روغتون رييس ډاکترمحمد منصورصابر ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغيايي حالت خراب وباله او ويې ويل چې دوي د درملنې لپاره د بلخ ولايت حوزوي روغتون ليږدول شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل