کابل باختر دلړم دمياشتې څلورمه :
په سمنګانو ولايت کې ديوې ترافيکې پيښي له امله دوه تنه ووژل شول .
دسمنګانوولايت دترافيکومدير سمونوال عبدالقديرپنجشيري دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه نن سهاردايبکو- مزا رشريف دلويې لارې په اوږدوکې دلرغان په نامه ساحه کې چې دسمنګانو ولايت دمرکزايبکوښارته نږدې لس کيلومتري واټن کې موقعيت لري له يوه موټرسايکل سره د فرونرموټردټکرله امله رامنځته شوه چې له امله يې دموټر يوه سپرلۍ اودموټرسايکل چلوونکى ووژل شول .
دسمنګانو ولايت دترافيکومدير چې په خپله يې دغه پيښه څيړلې ده وايي ترافيکي قانون اوقواعدوته دوسايطو دچلوونکو نه پاملرنه ، دسړک دسور کمښت او دغه راز په دې لويه لاره کې دليږدونکو وسايطو ګڼه ګوڼه ددغه شان سختو ترافيکي پيښو سبب کيږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ