کابل باختر دوږي اوومه : دسمنګانو په ولايت کې دبادامو محصولات اووه ويشت سلنه زيات شوي دي دسمنګانو ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارى رياست دکرنيزو چارو امر نجيب الله جويا باختراژانس ته وويل چې ددغې ادارې دمسوولانو دڅيړنو له مخې ددغه ولايت دحضرت سلطان اوخرم سارباغ په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز ايبکو کې چې دبادامو زيات بڼونه پکې دي جوته شوه چې په دغه ولايت کې دبادامو محصولات اووه ويشت سلنه زيات شوي دي ده زياته کړه چې په روان کال کې په سمنګانو کې دبادامو محصولات څه دپاسه څلور زره يوسلو پنځوس ټنه اټکل شوي دي په داسې حال کې چې په تيرکال کې کابو درې زره ټنه و چې دتيرکال په پرتله اووه ويشت سلنه زياتوالى ښيي . ختم(_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل