امنیت

په سمنګانو کې اوياکيلوګرامه اپين کشف او ضبط شول .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
په سمنګانو ولايت کې اوياکيلوګرامه اپين کشف او په دې اړوند يوتن دپوليسو  دځواکونو له خوا ونيول شو .
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمداکرم بيکزاد  دباختراژانس خبريال ته وويل: قاچاق وړونکو دغه اپين په مهارت سره په يوه تونس ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړي و او دبغلان له ولايت څخه يې دبلخ ولايت ته ليږدول چې دکابل _ مزارشريف  دلويې لارې په يوه امنيتي پوسته کې دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو له خوا کشف اوضبط شول . 
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې پيښې په اړوند يوتن چې موټر چلوونکى دى دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
دبيګزاد دڅرګندونو له مخې، په دې وروستيو وختو داڅلورم ځل دى چې دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې پوليس دنشه يي توکو په کشف اوضبطولو  بريالي کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته