امنیت

په سمنګانو ولايت کې يو تن له نشه يي توکو سره ونيول شو

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٤
د سمنګانو ولايت پوليسو يو تن له يوې اندازې نشه يي توکو سره ونيوه.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال اسلام الدين خرمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه اپين په مهارت سره په اته ويشتو پلاستيکي کڅوړوکې د کرولا موټر د مخکښي څراغونو ترشا ځاى پرځاى کړى شوي و.
خبرځاى وويل: دکشفي راپور له مخې دغه موټر د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښارپورې اړوند په مراد پوسته کې ودرول شو او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مديريت ته وليږدول شو او نن د څارنوالۍ د هيئت په وړاندې دغه توکي ضبط شول.
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالحق شيرزاد وايي چې دوى د تېرکال په بهيرکې د اپينو، چرسو او د هيروينو په ګډون يو ټن نشه يي توکي چې د کابل – مزار په لويه لاره کې ليږدول کيدل؛ د سمنګانو ولايت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي او په دې اړوند يې ٢٣ تنه نيولي او د تحقيق په مقصد يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي .
ديوبل خبرله مخې:
د سمنګانو ولايت په بر دره صوف ولسوالۍ کې د امنيې قوماندانۍ پوليسو يو ريموټ کنترول ماين کشف او شنډ کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته