ټولنه

په سمنګانو ولايت کې دکرنيزو اوبو يوکانال او سيلبرد جوړولوکار پيل شو .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
دسمنګانوولايت دحضرت سلطان په ولسوالۍ کې ديو سيلبر او دکرنيزو اوبو ديوه کانال دجوړولو کار پرون پيل شو .
دايبکو دخلم دسمندري حوزې رييس غلام محمد دقيق دباختراژانس خبريال ته وويل   چې دغه سيلبر اوداوبو کانال دسل مترو په اوږدوالي ددوو مترو په لوړوالي او دڅلور ديرشو مترو په سور دپنځلسو مليونو افغانيو په لګښت  دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان  ولسوالۍ داسيا اباد په کلي کې  جوړيږي .
  دقيق زياته کړه   چې  دغه سيلبر دحضرت سلطان ولسوالۍ  داسيا اباد په کلي کې دسربند دساتنې په مقصد جوړيږي چې دجوړولو کار به يې په راتلونکي يوکال کې بشپړ شي .
يوه اړونده خبرځاى زياته کړه:  ددغو پروژو په ګټې اخستلو سره درې زره هکتاره  کرنيزه ځمکه  خړوبه  او دحضرت سلطان  ولسوالۍ دشپږو کليو اوسيدونکي يې له ښيګڼو څخه ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته