کابل باخترد لړم د مياشتې ٢ :
دپنځه څلويښتو مليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت دپنځو ښوونځيو دودانيو د جوړولو کار دسمنګانو ولايت په بر دره صوف ولسوالۍ کې بشپړاو ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دسمنګانو ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس انجينر محمدآصف دولت شاهي باخترآژانس ته وويل: ددغو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو لګښت دماليې د وزارت له خوا ددولت له پرمختيايي بودجې څخه تمويل شوي دي او دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له خوا دغه پروژې تطبيقې شوې دي.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې : دغه ودانۍ چې په دولتي ځمکو کې په پاخه او اساسي ډول په يو يو پوړ کې جوړې شوې دي هره ودانۍ اته درسي خونې ، څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري.
په همدې حال کې دبر دره صوف ولسوال احمدعليي حسني وويل ؛ په دغو ښوونځيو کې دشيغنه دکلي دنجونو منځنى ښوونځى ، ددهنه تور دهلکانو دليسې ، دولسوالۍ دمرکز دهلکانو دليسې ، دقريه رشک دنجونو دليسې اودچاردهي دنجونو دليسې ودانۍ شاملې دي .
دده دڅرګندونوله مخې : ددغو ښوونځيوزده کوونکي دتدريسي ځاى دنشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخامخ و اوپه کرايي کورونو او ترخيمو لاندې په زده کړې بوخت و چې اوس ددوى ستونزې لرې شوي دي.
اودنجونو اوهلکانو په ګډون درې زره تنه زده کوونکي اوس د زده کړې مناسب ځاى ترلاسه کړ.
0 1 دقیقه لوستل