سیاست

په سمنګانو ولايت دوروستيو مظاهرو د سازمان ورکولو دعواملو د څيړنې په خاطر دهئيت د ګومارلوپه باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي حکم!

کابل باختر دمرغومي لسمه :
په سمنګانو ولايت دوروستيو مظاهرو د سازمان ورکولو دعواملو د څيړنې په خاطر دهئيت د ګومارلوپه باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي حکم!
د افغانستان د اسلامي جمهوريت  جمهور رييس د هغو مظاهرو د علتونو او د سازمان ورکولو د انګيزې د حقيقت موندلو د هراړخيزې څيړنې په مقصد چې د روان کال دمرغومې دمياشتې  په دريمه نيټه د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښار کې ترسره شوې او له څو ورځنيو ځنډ وروسته د مرغومې په لسمه نيټه پيل  شوې  او په  تاوتريخوالى  واوښتې؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دمقام د سلاکار الحاج محمد طاهر صافى په  مشرۍ او دچارو دادارې او د وزيرانو شورا د درالانشا د لوى رياست د استازى لوى پاسوال محمد اسلم مسعود، د ملي امنيت د لوى رياست د استازى ډګروال برکت الله، د سيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د استازى حبيب الله جبارخيل، دلويې څارنوالۍ د ادارې  د استازى دګروال شفق، د کورنيو چارو وزارت د استازى  سمونوال عبدالقهار په غړيتوب د يوهيئت توظيف د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس له خوا منظور شوى دى.
  ددغه حکم له مخې:  هيئت موظف دى چې د سمنګانو ولايت د مقام، د امنيتي ارګانونو، عدلي او قضايي مسوولينو، سپين ږيرو، د سيمې د مخورو شخصيتونو او د ولايتي شورا د غړو په همکارۍ د مظاهرو اصلي جرړې ومومي او د نتيجو په باب دې د دريو ورځو په بهيرکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت  د جمهوري رياست مقام ته رپوټ ورکړي .
د سمنګانو ولايت مسوولين دې د امنيت د تامينولو اوکاري او معيشتي اسانتياوو د برابرولو په برخه کې له هئيت سره هراړخيزه همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته