کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
په سمنګانو کې ٧٠٠ بې ځايه شوي کورنى نن خوراکي توکي ترلاسه کړل .
دسمنګانودمهاجرينو دامريت دادغام مجدد مدير جمشيد کريمي باختراژانس ته وويل چې دغه کورنى دناامنيو له امله له خپلو کورونو څخه وتلي دي او په ايبکو ښار کې استوګن شوې دي ، په هرې کورنۍ پنځ کيلو اوړه ، پنځه کيلو غوړي ، يوه اندازه مالګه ، بوره ،چاى او نور خوراکي توکي وويشل شول .
يوشمېر کورنى چې له دغې مرستې څخه ګټه اخستې ده په قدرداني سره دمهاجرينو دامريت او ددغه ولايت له مشرتابه څخه مسوولينو څخه وغوښتل چې دژمي په فصل کې دسوند توکي او ژمني جامې ووېشي اوهم له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې ددوى دسيمې دامنيت دتامينولو لپاره اقدام وکړي .
ختم _ عطاالله _ اکرم