امنیت

په سمنګانوکې يو جهادي قوماندان ووژل شو

کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه : 
يو جهادي قوماندان تېر ماښام په سمنګانو ولايت کې ووژل شو.
د سمنګانو د ولايتي شورا يو غړي محمد هاشم سروري د باختر آژانس خبريال ته وويل: يو جهادي قوماندان حاجي رشاد د سمنګانو په مرکز د دره زندان په کلي کې د دغه ولايت د يوه پخواني سناتور محمدآصف له خوا د تومانچې په ډزوسره ووژل شو.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال              اسلام الدين هم تاييد کړه چې دغه جهادي قوماندان د سناتور محمد آصف له خوا  ووژل شو، خو تر اوسه پورې د ده په نيولو نه دي بريالي شوي او پوليس هلې ځلي کوي چې دى ونيسي.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته