کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
دسمنګانو ولايت د خرم سار باغ په ولسوالۍ کې نن د وروستيو سيلاوونو له امله په څلور سوه اووه اويا زيانمنوکورنيو باندې د يوشمېر ملي او نړيوالو موسسو له خوا خوراکي او غيرخوراکي توکي وويشل شول.
دسمنګانو ولايت له پيښو سر دمبارزې دتيارى د ادارې رييس رجب علي يوسفي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه مرستې دکرنې د ادارې، سرې مياشتې او د څلورو نړيوالو موسسو له خوا د خرم سار باغ ولسوالۍ په څلور سوه اووه اويا کورنيو چې د وروستيو سيلاوونو له امله زيانمنې شوې دي؛ وويشل شوې .
د ده دڅرګندونو له مخې: په دغو مرستوکې په هرې کورنۍ څلورپنځوس کيلويي پورې اوړه، دڅلور پنځه کسيزه ډبي غوړي، څلور کيلودال نخود، يوه پنځوس کيلويي بورې وريجې، درې شړى ،يوترپال ، يوه خيمه، دپخلنځي يوه انډې، جامې او د اوبو يوه بوشکه ويشل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل