ايبک باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د سويډن هېواد په مالي مرسته د سمنګانو په ولايت کې د لسو کيلومترو په اوږدوالي د سړک د پخولو کار پيل شو.
د سمنګانو ولايت د فوايدعامې رئيس انجنير ضيا همايون باختر آژانس ته وويل چې د دغه سړک د بيا جوړولو او پخولو کار د دغه ولايت د خرم سارباغ او روى دو آب د ولسواليو د اوسيدونکو په غوښتنه پيل شوى دى او د سويډن هېواد له خوا د يوميليونو پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت بيا جوړ او پخيږي.
د فوايد عامې رئيس وويل: دغه سړک چې د سمنګانو ولايت مرکز د ايبکو ښار د خرم سارباغ او روى دوآب له ولسواليو سره نښلوي؛ همدا اوس د دغې پروژې له لارې د لسو کيلومترو په اوږدوالي، د اتو مترو په سور او د دريو ساتني مترو په پريړوالي په اتومياشتوکې پخيږي.
د فوايد عامې رئيس زياته کړه چې دغه سړک د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکو ښار د ژوندون درې د حقان له کلي څخه د خرم سارباغ ولسوالۍ د آب لم تر سيمې پورې غځول کيږي.
همايون زياته کړه: څرنګه چې د دغه سړک تګلورى د سمنګانو سيند په غاړه کې غځيږي؛ د سيلاوونو د ويجاړتياوو د مخنيوي په مقصد په اوولسو سيموکې د اته سوه اوويا مترو په اوږدوالي او له څلور مترو څخه تر شپږو مترو پورې لوړوالي سره حفاظتي ديوال او ديرش پلګوټي هم جوړيږي.
د خرم سارباغ او روى دوآب د ولسواليوچارواکواودخلکو ددغې بنسټيزې پروژې د تطبيق له امله چې د دوو ولسواليو ترانسپورتي سړک د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکو له ښار څخه نښلوي؛ خوښي څرګنده کړه.
د خرم سارباغ ولسوال عبادالله مجاهد وويل چې د دغې پروژې په بشپړيدو سره به د دغو ولسواليو يوسلو پنځوسو زرو تنو اوسيدونکو ته چې د ايبکوښار ته تګ راتګ کوي؛ زياتې ترانسپوتي آسانتياوې برابرې شي.
دغه راز د روى دوآب ولسوالۍ اجرائيه رئيس غلام رباني وايي چې دغه سړکونه د ايبکو ښار ته د ډبرو سکرو د ليږدونې لپاره د هغو د نه پخيدو په دليل د خرم سارباغ دره د اوسيدونکو له خوا له پنځو کلونو را په دې خوا تړلې ده.
ده زياته کړه: که چيرې ديرش کيلومتره نور سړک چې د خرم سارباغ په دره کې دى هم پوخ شي؛ د روى دو آب ولسوالۍ د کانونو د ډبرو سکرو ليږدونه چې د ايبکو ښار ته ډيره لنډه لاره ده، پيليږي.
پاى سعيده ذ
1 2 دقیقې لوستل