ايبک باختر دچنګاښ دمياشتې ١١ :
د پستې د ځنګلونو د محصولاتو د ساتنې په مقصد د هېواد د کرنې او اوبو لګولو وزارت د لارښوونې له مخې په دغه ولايت کې د پستې راټولول د روان کال د چنګاښ د مياشتې له لسمې نيټې څخه د زمري د مياشتې تر لسمې نيټې پورې اعلام شو.
د سمنګانو د کرنې او اوبو لګولو رياست د ځنګلونو مدير محمد آصف قاسمي باختر آژانس ته وويل چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د لارښوونې له مخې يو هيئت چې د کرنې او اوبولګولو د رياست، امنيې قوماندانۍ، د ملي امنيت د رياست، د ولايت د مقام او د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د رياست استازي پکې شامل دي، وټاکل شو او ورته دنده وسپارل شوه چې د دغه ولايت په بېلابېلو ځنګلونوکې د پستې محصولات له نږدې وڅيړي.
د ده د څرګندونوله مخې: د هيئت غړو په تېرو لسو ورځوکې ددغه ولايت دپستې ټول ځنګلونه له نږدې وڅيړل.
قاسمي وويل: د دغو څيړنو په نتيجه کې معلومه شوه چې د دغه ولايت د ځنګلونو په سلوکې يوولس ونې پسته نيولې او نورې يې حاصل نلري.
ده زياته کړه: تېرکال په سلوکې اوولس ونو حاصل کړى و، خو سږکال د ترسره شوې سروې له مخې په سلوکې يوولس حاصلات لري او حاصلات کمښت موندلى دى.
ده وويل: د حضرت سلطان ولسوالۍ د ګاو دره، کوه چوچل او کوه قد د سيمو د پستې ځنګلونه د طالبانو د ډلې تر واکمنۍ لاندې دي.
ده څرګنده کړه چې د کرنې او اوبولګولو وزارت د نورم له مخې، که چيرې د پستې ونې په سلو کې پنځلس حاصل کړى وي، د شول او ساتنې وړ دي چې د دغو ځنګلونو د ساتنې مسووليت د هغو کليو وګړنيو شوراګانو ته چې د ځنګلونو په شاوخوا کې ژوند کوي، سپارلى او دغو شوراګانو ته دنده سپارل شوې وه چې دپستې د محصولاتو راتولول د چنګاښ د مياشتنې په لسمه نيټه پيل او د زمري د مياشتې تر لسمې نيټې پورې پاى ته ورسوي.
له بله پلوه د وګړنيو شوراګانو غړي چې دکرنې او اوبولګولو رياست له خوا د پستې د ځنګلونو د ساتنې په مقصد تشکيل شوي دي، د پستي د محصولاتو د ساتنې مسووليت په غاړه لري.
د تايخونک د ځنګلونو د وګړني شورا غړي حاجي غلام نبي چې د ځنګلونو د ساتنې لست يې د کرنې او اوبو لګولو ادارې ته راوړى و، وويل چې د تايخونک د کلي اوسيدونکو دخپلوساحو دځنګلونو دساتنې په خاطر څلور تنه ساتوونکي ټاکلي دي.
ده زياته کړه: په دغو ساتوونکو برسيره د کلي د مشرانو په ګډون لس کسيز کميسيون هم جوړ کړى دى او د کميسيون غړو ته يې دنده سپارلې ده چې هره ورځ د پستې د شول څرنګوالى کنترول کړي .
د سمنګانو د کرنې او اوبو لګولو د ادارې مدير پسته د دغه ولايت له مهمو محصولاتو څخه وبلله او ويې ويل چې د سمنګانو ولايت په مرکز او ولسواليوکې د پستې دوه څلويښت زره هکتاره طبيعي ځنګلونه شته او د سمنګانو ولايت له بادغيس ولايت وروسته د پستې پراخ ځنګلونه لري.
ده څرګنده کړه چې د سمنګانو پسته د طبيعي والي له پلوه خوږه ده او نړيوال شهرت لري او هرکال په سلګونو ټنه پسته د هند ، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته صادريږي او په زرګونو تنه د پستې د پلورنې له پلوه خپل ژوند تامينوي.
9 2 دقیقې لوستل