اقتصاد

په سمنګانوکې د پستې حاصلات زيات شوي دي

کابل باختردلړم دمياشتې١٣نيټه:
په سمنګانو ولايت کې سږ کال د پستې حاصلات زيات شوي دي .
د سمنګانو د کرنې او اوبولګولو د رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت خلکو د پستې د طبيعي ځنګلونو د محصولاتو د پلورنې له پلوه ٢٦٥ميليونه افغانۍ ترلاسه کړې دي .
د سمنګانو د کرنې او اوبو لګولو رياست د کرنيزو چارو آمر محمد عثمان حنفي باختر اژانس ته وويل چې د پستې د طبيعي ځنګلونو محصولات د تېرکال په پرتله په سلو ٢٦زيات شوى دى.
حنفي زياته کړه چې تېرکال له ٤٢زره هکتاره ځنګلونو څخه ١٣٥٠ ټنه پسته راټوله شوې وه او يوه کيلو پسته په بازارکې ١٢٥٠ پنځوس افغانۍ پلورل کيده، خو په روان کال کې څه ناڅه يو زرو اووه ټنه پسته راټوله شوې ده.  
خبرځاى زياته کړه چې د تېرکال په نسبت د پستې د پلورنې له پلوه ٥٥ ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى دى.
د سمنګانو دکرنې دغه مسوول وويل چې اوس په سمنګانوکې د پستې  ٤٢ زره هکتاره  ځنګلونه شته .
دغه محصولات هرکال د دولت له خوا ساتل کيږي چې له پخيدو وروسته د خلکو له خوا راټوليږي .
ويل کيږي هرکال دپستې څه دپاسه ۱۰۰ټنه مغز اروپايي هېوادونو ته صادريږي او پسته په سمنګانوکې له مهمو پيداوارو څخه شمېرل کيږي چې په زرګونو تنه د پستې دپلورنې له پلوه خپل ژوند تامينوي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته