ټولنه

په سمنګانوکې د نجونو ديوه ښوونځي د جوړولو کار پيل شو

ايبک باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه  :
په سمنګانو ولايت کې پرون د نجونو د يوه ښوونحي د جوړولو کار پيل شو.
د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره د ايبکو ښار د خواجه اسماعيل په کلي کې د شهيد احمدشاه مسعود بنسټ د لوى رييس احمدولي مسعود له خوا کيښودل شوه.
د سمنګانو ولايت د پوهنې رياست وياند باختر آژانس ته وويل: دغه ودانۍ د آلمان په مرسته د يو سلو پنځوسو زرو ډالرو په لګښت په دوه جريبه ځمکه کې په يوه پوړکې په شپږو مياشتوکې جوړيږي.
خبرځاى زياته کړه: په ودانۍ کې اته درسي او درې اداري خونې، د اوبو رسولو سيستم  او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې دغه ښوونځى به د درې سوه تنو زده کوونکو ظرفيت ولري.
ويل کيږي؛ د دغه ولايت په کچه ٢٩٤ ښوونحي فعال دي چې له دې جملې څخه يوسلو شل يې ودانۍ نلري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته