ټولنه

په سمنګانوکې د ملي پيوستون د پروګرام يو ويشت پروژې عملي شوې

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٠
د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکوکې د ملي پيوستون د پروګرام ٢١ پروژې بشپړې او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
د سمنګانو ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس انجنير محمد آصف دولت شاهي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې بنسټيزې پروژې دي چې د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکو ښار په بېلابېلو سيموکې عملي شوې دي.
خبرځاى وويل: په دغو پروژو ٣٦ مليونه او ٢٠٠ زره افغانۍ لګيدلې دي چې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له لارې ورکړې شوې دي او په ايبکو پورې په اړوندو ١٧ کليوکې عملي شوې دي.
دولت شاهي وويل چې په دغو پروژوکې د نهو ټولنيزو او فرهنګي مرکزونو او د څښاک د اوبو د ٤ زيرمو جوړول، د کرنيزو اوبو د ١٣ زيرمو جوړول، د ٧٦ مترو په اوږدوالي د استنادي ديوال جوړول، د ٨٥ مترو په اوږدوالي ، د کوڅو د پليو لارو پخول، د ٤٠٠ مترو په اوږدوالي د کرنيزو اوبو د کانال پخول، د ١٦٠٠ مترو په اوږدوالي د سړک د غاړو د ويالولو پخول او د سمنګانو ولايت د مرکز ايبکو ښار د عربانوکلي ته د ٤٠٠ کيلومترو په اوږدوالي د يوې چينې د اوبو ليږدونه شامله ده.
د سمنګانو ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا د رييس د څرګندونو له مخې: د دغوو پروژو په تطبيقولو سره په دې ترڅ کې چې د څښاک او د کرنيزو اوبو د نشتوالي او د ټولنيزو او فرهنګي مرکزونو د نشتوالي له پلوه د ايبکو په ١٧ کليو کې د ٣٣٠٠ کورنيو ستونزې لرې شوې؛ د سيمې سلګونو تنو اوسيدونکو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي وو.
د دغو پروژو د پرانستلو په مراسموکې دسمنګانو ولايت مرستيال او سرپرست اختر محمد خيرزاده وويل: دملي پيوستون پروګرام دافغانستان داسلامي جمهوريت يو بريالى پروګرام دى چې دغه پروژې د خلکو په غوښتنه د سيمه ييزې شورا له خوا عملي کيږي.
ده له دغو پروژوڅخه ګټه اخستنې د سيمه ييزو ستونزو په لرې کولوکې اغيزمنه وبلله او د سيمې له اوسيدونکو څخه يې وغوښتل چې د هغو په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي.
د سيمې يو شمېر اوسيدونکو د دغو پروژو دکار د بشړيدو او د هغو د پرانستل کيدو له امله خوښي څرګنده کړه.
د ايبکو د آينه چه جومات خطيب مولوي محمد آصف وويل: د دغو پروژو په تطبيق سره د کړنيزو او د څښاک د اوبو د کمښت له امله د خلکو ستونزې لرې شوې دي او د خلکو د ژوندانه په حالت کې زياتې آسانتياوې برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته