ټولنه

په سمنګانوکې د ملي پيوستون د ١٣٠ پروژو کار بشپړ شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د سمنګانو ولايت د بر دره صوف په ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د ١٣٠ پروژو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته ورسپارلې شوې.
د سمنګانو په ولايت کې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام مسوول انجنير احمد ضيا رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دا د ملي پيوستون د پروګرام د دويمې دورې پروژې دي چې کار يې څه ناڅه درې کاله مخکې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا د بر دره صوف ولسوالۍ په ټولو کليوکې پيل شوى و او اوس ساختماني چارې يې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې.
ده زياته کړه چې دغه پروژې د ٨٦ شوراګانو په کچه د بر دره صوف د اوسيدونکو د غوښتنو له مخې تطبيق شوې دي چې د ښوونځيو د ودانيو د استينادي ديوالونو، د ټولنيزو مرکزونو، پلونو او د پلګوټو جوړول او د څښاک د روغتيايي اوبو د څاګانو کيندل او د بريښنا او اوبو د کوچنيو بندونو جوړول پکې شامل دي چې د دولت له بودجې څخه ١٧١ مليونه افغانۍ پرې لګيدلې دي او په تطبيق کې يې د سيمې اوسيدونکو هم په سلو کې لس ونډه اخستې ده .
د رحيمي د څرګندونو له مخې: د دغو پروژو د کار په بشپړيدو سره د مواصلاتي لارو، بريښنا، د څښاک د روغتيايي اوبو، د ټولنيزو مرکزونو او ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي له پلوه د زرګونو کورنيو ستونزې په بشپړه توګه لرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته